Saturday, November 02, 2013

باختر - ملا امامان: بم ايښودل، ځانمرګي بريد او جګړه د اسلام د مبين دين د ارشاداتو پرخلاف دى --- ملا امامانو او واعظانو نن د جمعې د لمانځه په خطبو کې د مسلمانانو ترمنځ دروغې جوړې په باب د اسلام د مبين دين د ټينګار په باب خبرې وکړې او د دولت -- له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې دقرآني لارښوونو له مخې دې سولې او روغې جوړې ته مخه وکړي . -- د هيواد له مرکز او ولايتونو څخه د باخترد خبري آژانس د خبريالانو د خبرونو له مخې: په دې خطبو کې دغه راز په هيواد کې د بم ايښودلو، ځانمرګو بريدونو او د جګړې د دوام عملونه د اسلام د مبين دين د لارښوونو پرخلاف وبلل شول او وويل شول چې د دغه شان عملونو دوام هره ورځ د ځوانانو، بوډاګانو، ښځو او معصومو ماشومانو او د دغه هيواد د مسلمانانو د وينې د توئيدنې او شهادت سبب کيږي اوپه يقين سره چې دغه شان عملونه د ګمراهانو کار دى چې د دين خلکو او د هيواد د دښمنانو په اشاره عملي کوي او له شک پرته چې ستره ګناه کوي اوبايد هغوى توبه وکړي او د خپل هيواد د مسلمانو خلکو له وژنې څخه لاس واخلي . - More

0 Comments:

Post a Comment

<< Home