Tuesday, October 22, 2013

په کامدیش کي د افغان ځواکونو له لوري عملیات پیل شول --- د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ په مرکز او اړوندو کلیو کي د افغان ځواکونو له لوري درانه عملیات پیل شوي دي. --- د نورستان والي تمیم نورستاني پرون ماسپیښین په یو مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چی یاد عملیات د ملي او محلي پولیسو لخوا نن سهار پیل شوي دي نورستانۍ یادونه کوي چي دا عملیات د طالبانو د ځالو د ورکولو په موخه پیل شوي دي نوموړي وايي چي تر اوسه د عملیاتو په ترڅ کي طالبان له سیمي شړل شوي دي د ده په وینا چي افغان ځواکونو ته د عملیاتو په لړ کي سپکي او درني وسلي هم په لاس ورغلي دي. - More, زرداد شینواری

0 Comments:

Post a Comment

<< Home