Wednesday, October 09, 2013

پر ولسمشر دبلخ دوالي تورونه “تبليغاتي” اړخ لري --- کابل: سياسي کارپوهان وايي، چې پر ولسمشر حامدکرزي دبلخ دوالي له لوري لګېدلى تور دواقعيت په نسبت تر ډېره سياسي او تبليغاتي اړخ لري. --- دکابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزى وايي، چې ولسمشر کولى شي موضوع دڅېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع کړي، خو له دې پرته يوه مجرده ادعا هېڅ وخت ديوې جزايي دعوې د تحريک سبب نشي کېداى.--- ده زياته کړه: ”اما په حقوقي لحاظ، که چېرې جمهور رئیس ګويا ده ته دغه پېشنهاد کړى و، دا ده ته دڅه نوم ورکوي؟ رشوت که رشوت ورته وايي ولې يې اطلاع نه ده ورکړې؟ دوالي په عنوان ده بايد اطلاع ورکړې واى، چې جمهور رئیس تر عدلي تعقيب لاندې راغلى واى.” - گران افغانستان

0 Comments:

Post a Comment

<< Home