Tuesday, October 01, 2013

د درې نيمو لسيزو د شهيدانو په وير کې د افغان ملي غورځنګ اعلاميه --- لومړی خو موږ د ټولو شهيدانو کورنيو ته د زړه له کومې تسليت وايو او د پاک پروردګار له درباره په فردوس جنت کې د شهيدانو لپاره د ډېر لوړ مقام غوښتونکي يو.دويم دا چې، له بده مرغه د افغان غميزې په پيل کې د پنځو زرو بېګناه افغانانو شهادت يوازنی وحشت او جنايت نه و چې د افغانانو په حق کې ترسره شو، بلکې تر هغه وروسته د سرو لښکرو له يرغل سره شاوخوا يو نيم ميليون بېګناه افغانان په شهادت ورسېدل او زموږ يو زيات شمېر مهاجر هېوادوال په تنظيمي زندانونو او د پاکستاني او ايراني استخباراتو په جېلونو کې تري تم شول. --- د روسانو تر وتلو وروسته په کورنۍ تپل شوې جګړه کې يو ځل بیا مظلوم افغانان د داسې وحشت قرباني شول، چې بشريت يې په يادولو شرمېږي.افغانستان ته د بشري حقونو او دموکراسۍ په نامه د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره له بده مرغه بیا هم جنايتونه پايته ونه رسېدل، بلکې د جګړې ټولو ښکېلو غاړو پر بشري حقونو تيريو ته دوام ورکړ او جنګي جنايتونو نوي ابعاد غوره کړل او له بده مرغه تر ننه پورې جنايت او وحشت په بېلا بېلو بڼو دوام لري. --- زموږ په اند د جنايتونو غندل او د شهيدانو په وير کښېناستل کفايت نه کوي، بلکې تر ټولو مهم دا دي چې د نورو جنايتونو مخه ونيول شي او جنايتکاران د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.د جنايتکارانو نه محاکمه کېدلو او خپل منځي بخښنو هغوی لا زياتو جنايتونو ته هڅولي او د هر ډول جنایت پر وړاندې يې د معافيت دروازې پرانيستې دي. بدمرغي دا ده چې د هر پړاو له بدلون سره، جنايتکارانو ته نه يوازې سزا نه ده ورکړل شوې، بلکې بيا هم په واک کې شريک شوي او لا تر اوسه هم يو زیات شمېر جنايتکاران د واک او ځواک پر ګدۍ ناست دي او لا هم هره ورځ ولس د دوی د جنايتونو بيه ورکوي. د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د ولس تر ټولو ستره اندېښنه د دغو جنايتکارانو په خپل منځي سياليو او جګړو کې يو ځل بيا د هېواد او ولس تباهي ده. --- افغان ملي غورځنګ د دې ترڅنګ چې د ولسي جرګې له خوا د تېرو جنايتونو بخښل د نه منلو خبره ګڼي، لاندې ټکي د خپل دريځ او وړانديزونو په توګه اعلانوي: - د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه

0 Comments:

Post a Comment

<< Home