Tuesday, October 15, 2013

.بمي چاودنه کې د لوګر والي ارسلا جمال وژل شوی --- نن سه شنبه ( ۱۵ اکتوبر ) ګهیځ شاوخوا اته بجې او ۴۵ دقیقې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د یوې چاودنې په پایله کې د دغه ولایت والي ارسلا جمال ووژل شو -- چارواکي ویره څرګندوي، چې جومات کې د چاودنې پر مهال د ډېرو خلکو شتون له کبله د مړو او ژوبلو کسانو شمېر ډېرېدو وېره ده. -- د لوګر ولایت وژل شوی والي ارسلا جمال د پکتیکا ولایت د یوسف خیلو ولسوالۍ په برات خیلو کلي کې ۱۳۴۴ کال کې وزېږېد. - ارسلا جمال لومړنۍ زده کړې د افغانستان پلازمېنې کابل په حبیبه لیسه کې وکړې او وروسته یې تر ۱۲ ټولګي پورې د پېښور په سید جمال الدین افغان لېسه کې منځنۍ زده کړې وکړې. -- نوموړي د مالیزیا په کوالالمپور کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې تر لاسه کړي. - نوموړي د افغانستان مرکزي بانک د مرستیال په توګه هم دنده تر سره کړې. دغه راز ارسلا جمال په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي د انتخاباتي مبارزې له پرمخ بیونکو څخه یو وو. - BBC

0 Comments:

Post a Comment

<< Home