Wednesday, September 04, 2013

کارگر ماشومان په جسمي او رواني ستونزو اخته دي -- یو تن ماشوم چې په کابل کې موټر وينځي وویل: «کله چې دیوه چا موټر پریمنیځم راته وایي چې سل روپۍ [افغانۍ] درکوم. خو کله چې له هوټل څخه راووځي هغه پیسې نه راکوي او یوازې شل افغانۍ راکي او جنجال راسره کوي.» دسړک دغاړي ماشومان وایي چي کابو هره ورځ دخلکو، امنیتي ځواکونو او دزورواکو له له خوا زورول کيږي. ددغو کسانو له ډلي څخه يو تن فهیم وویل چې په ځینې مواردو کې خو آن دپولیسو او وسله والو کسانو له خوا له هغوی څخه پیسې په زوره اخیستل کیږي: «راته وایي که چیرې دموټر وینځلو پیسې راسره نیمایي کوي نو موټر پريولای شي او که پیسې نه راسره نیمي کوئ دلته دکار کولو اجازه نه لری. هغوی موږ دټوپک او توپکچې په کنداغونو وهي.» - Deutsche Welle

0 Comments:

Post a Comment

<< Home