Wednesday, September 25, 2013

بارکزۍ: دجنګي جنایتکارانو مستند راپور دې خپور شي -- دولسي جرګې یو شمېرغړي غوښتنه کوي چې دجنګي جنایت کارانو په اړه دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون جوړ شوی مستند راپور باید خپور شي. دبشري حقونو دخپلواک کمیسیون په دې راپور کې دثور له کودتا څخه تر اوسني نظام پورې ټول جنایتونه په مستند ډول ځای شوي او عاملین یې هم په نښه شوي دي. که څه هم تر اوسه څو ځله ددې راپور دخپریدو ژمنې شوي، خو جزیات یې تر اوسه هم دخلکو له سترګو پټ پاته دي. دجنګي مجرمینو دنومونو دخپریدو غوښتنې په داسې حال کې کیږي چې تیره اونۍ دهغو نږدې پنځه زره افغانانو نومونه را برسیره شول چې دکمونیستي رژیم له خوا وژل شوي دي. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home