Saturday, September 21, 2013

هالنډي څارنوال: دخلق رژیم له لوري دنورو وژل شویو لیست به هم خپور کړم --- دهالنډ لویې څارنوالۍ دسپټمبر په اتلسمه دپنځو زرو افغانانو نومونه، چې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې دافغانستان دهماغه وخت داستخباراتي ادارې (اکسا) له لوري وژل شوي وو، څرګند کړل. دهالنډ لویې څارنوالۍ ویلي چې دا لیست یې ددې لپاره خپور کړ چې دوژل شویو کسانو دخپلوانو دکلونو انتظار پای ته ورسوي. دهالنډ لویه څارنوالي وايي چې ددوی دجنګي جنایتونو دڅېړنې څانګه په افغانستان کې دجګړې دټولو دورو دجنایتونو په اړه تحقیقات کوي. دهالنډ هغه څارنوال، چې دافغانستان دکمونستي رژیم په یوه دوره کې یې دپنځو زرو وژل شویو کسانو دنومونو لیست خپور کړی، وايي چې دافغانستان په جنګي جنایتونو کې په لاس لرلو ځیني ککړ کسان په اروپايي هیوادونو کې اوسي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home