Friday, September 13, 2013

اقتصادي فرصتونو کې له ښځو سره جنسیتي تبعیض شوی --- په افغانستان کې یو څیړنیز مرکز وايي چې؛ په تیرو کلونو کې له اجتماعي او اقتصادي پلوه دښځو دپیاوړي کولو لپاره دنړېوالې ټولنې مرستې او دحکومت پروګرامونه کافي نه و. دافغانستان دڅیړنې او ارزیابي دواحد په نوم دیوې ادارې له خوا په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې په اقتصادي فرصتونو کې له ښځو سره جنسیتي تبعیض شوی دی. دا راپور په کابل او له کابل سره نږدې ولسوالیو کې له یو سلو اته دیرشو ښځو سره دمرکو په اساس برابر شوی دی. - دآزادی رادیو

0 Comments:

Post a Comment

<< Home