Monday, September 02, 2013

تكراري څېرې او تكراري ايتلافونه بې ګټې دي - دشمال ټلوالې پخوانيو جنګسالارانو او يو شمېر سياسي ګوندونو په هېواد كې دافغانستان دټاكنيز اتحاد تر نامه لاندې ايتلاف جوړ كړ. دياد اتحاد غړو ويلي چې له ايتلاف څخه يې هدف په راتلونكو برخليك ټاكونكو ټاكنو كې دجمهوري رياست او مرستيالانو لپاره دنوماندانو پر ټاكلو غور او بحث كول دي. كه څه هم په پيل كې ديوه ټولشموله ايتلاف خبره كېده او په افغانستان كې دامريكا پخوانى سفير زلمى خليلزاد، قيوم كرزى، محمد حنيف اتمر، علي احمد جلالي هغه څېرې وې چې په لومړيو كې يې ددغه ايتلاف دغړو په توګه ياد شول، خو وروسته روښانه شوه ياد ايتلاف تر ډېره سيمه ييز او ګوندي دى او دنورو لپاره په كې ځاى نه شته - خدمتگار

0 Comments:

Post a Comment

<< Home