Sunday, August 18, 2013

جنګسالاران دا ځل واك ته پارلماني پلمه كوي: - دپارلماني نظام لپاره اساسي قانون ته دمراجعې پر ځاى دجرمني مونيخ ښار سفر كول په راتلونكي حكومت كې دواك تر لاسه كولو لپاره په ښكاره دجنګسالارانو يوه ناوړه هڅه په ګوته كوي. سياسي شنونكي وايي چې دنظام دبدلولو لپاره د اساسي قانون دتعديل لار په مخ كې ده، دغه ډلې او كسان چې دنظام دبدلولو په خاطر پردۍ دروازې ټكوي، يقيناً په دې پوهېږي چې غوښتنه يې دافغان ملت لپاره مردوده او هيڅكله دعملي وړ نه ده، نو په دې توګه دپيسو دترلاسه كولو او دځان مطرح كولو هڅه ده. دجرمني په مونيخ ښار كې دشمال ټلوالي ځينو پخوانيو قوماندانانو او دملي جبهې غړو غونډه كړې او دغونډې هدف يې هم په افغانستان كې دفډرالي نظام واكمنول او په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو خبرې اترې شوې دې. - خدمتگار

0 Comments:

Post a Comment

<< Home