Monday, August 26, 2013

محور ورځپاڼه: دپاکستان کارخانو دافغانستان دجنګ منتظره قطعه: دپېښور کارخانو دافغانستان دجګړې په منتظره قطعه بدل شوې، په زرګونو طالب اورپکي او مشران یې هلته مجلسونه کوي، وسلې اخلي ـ خرڅوي، ددوا په بوتلونو او لاسي غوټو کې چاودېدونکي توکي تر پولې دېخوا ته را قاچاق کوي. په کارخانو کې دیوه دوربین بیه یو لک او شل زره کلدارې، یوه بسته مرمۍ څلورویشت زره او یوه امریکایي تفنګچه تر یو لک او اتیا زره پاکستانۍ کلدارې پلورل کېږي. له جګړې اېستل شوي او یا په دمه تللي طالب اورپکي، چې په پېښور کې ولامبي او دجنګ دوړنې جامې بدلې کړي په سبا یې لومړی دکارخانو ننداره کوي، دلته دوی له خپلو ټولو همسنګرو سره ګوري، دجنګ خاطرې او چریکي داستانونه سره وایي. - تاند

0 Comments:

Post a Comment

<< Home