Tuesday, August 20, 2013

کابل او واشنګټن دامنیتي تړون پر سر دخبرو له پاره نوی پلاوی وټاکه: دافغانستان او امریکا حکومتونو موافقه وکړه چې ددواړو هیوادونو ترمنځ به دامنیتي تړون پر سر خبرې اترې دنوي کاري پلاوي له خوا تر سره شي. دافغانستان له لوري به ددغه پلاوي مشري رنګین دادفر اسپنتا او اشرف غني احمدزی کوي. دافغانستان دجمهوري ریاست دمعلوماتو له مخې که څه هم لا تر اوسه دمتحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ دامنیتي تړون پر سر خبرې اترې دتعلیق په حال کې پاتې دي، خو دواړو اړخونو موافقه کړې ده چې یو نوی کاري ټیم وټاکل شي ترڅو دغه خبرې اترې له سره ونیسي. - دویچه ویلی

0 Comments:

Post a Comment

<< Home