دپروفيسور عبدالستار سيرت اعلاميه دموقت حکومت دکابينې رد - د روغ دي مې منئ
د ۱۳۹۲ کال د سرطان د يوولسمې ورځي نه راپدې خوا يوه بی بنسټه اوازه خپره شوي چې ګواکې د افغانستان دازادۍ او ملی يووالي د حرکت مشر پروفیسور عبدالستار سيرت د مؤقت حکومت د هغه کا بينې مشر دی چی کومې مرموزې شبکې او يا کوم غرضې تن د غرض د پاره جوړه کړی.
دافغانستان د ازادۍ او ملی يووالي حرکت نه يواځي دابې بنياده دروغ په بشپړه توګه رد او محکوموي بلکې هيڅکله په هغه مؤقت او غير مؤقت حکومت کې ونډه نه اخلی چې د افغانستان ملی غرور ، خاورې ، خپلواکي او افغان مسلمان ملت ته ځنې تور مخې کسان د هغه برخه وال وي
پروفيسور عبدالستار سيرت دافغانستان دازادئ او ملي يووالي د حرکت مشر- دپروفيسور عبدالستار سيرت اعلاميه دموقت حکومت دکابينې رد
Home - اخبار روز - افغان جرمن آنلاین
0 Comments:
Post a Comment
<< Home