Tuesday, March 19, 2013

"د چارواکو له خوا د موټرو د استفادې لپاره نوي مقررات ټاکل شوي"

دافغانستان دچارو اداره ټینګار کوي چې؛ دوزیرانو دشورا نوې پریکړه به په جدي توګه عملي شي. دافغانستان دوزیرانو شورا ددوشنبې دورځې په غوڼډه کې تصمیم ونیوه چې؛ دنوي لمریز کال له پیل راهیسې هیڅ یو وزیر او یا دملي شورا غړی دا حق نه لري چې؛ په ښار کې دګرځیدو پر مهال له یوه څخه زیات تعقیبي موټر له ځانه سره ولري. دکابیني دپریکړې له مخې دغه دولتي چارواکي باید د درنو وسلو له ګرزولو او دلارو له بندولو هم ډډه وکړي. - "د چارواکو له خوا د موټرو د استفادې لپاره نوي مقررات ټاکل شوي"
د لسګونو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به غزني ته راشي

0 Comments:

Post a Comment

<< Home