Wednesday, February 20, 2013

محور ورځپاڼه: د راتلونکي افغانستان په اړه د بريتانيا او امريکا متضادې طرحې

دافغانستان، بريتانيا او هند ترمنځ په درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان دموضوع په اړه دپاکستان او هند ترمنځ دپېچلتيا نوی اړخ په ډاګه شوی دی. هند دبريتانيا دطرحې مخالفت کوي او پاکستان دامريکا دطرحې مخالفت کوي. هندوستان اعتراض لري، چې بريتانيا غواړي پاکستان ته دافغانستان په راتلونکې کې له نورو ګاونډيو ډېر رول ورکړي او برعکس امريکا دې ته لېواله ده، چې دافغانستان په سياسي او امنيتي انتقال کې دګاونډيانو ملاتړ خپل کړي او دسولې پروسه دويم ګام شي. دا هغه څه دي، چې هندوان يې هم غواړي. د راتلونکي افغانستان په اړه د بريتانيا او امريکا متضادې طرحې 

0 Comments:

Post a Comment

<< Home