اکسفام: د کابل دولتي ادارې کمزورې دي
د اکسفام په نامه د خیر ښیګڼې یوې موسسې په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان دولتي ادارې کمزورې بللې او وایي چې په ډیرو مواردو کې د خلکو اړینو اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راغلې دي
د برتانیا دغه موسسه وایي: له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو مرستو وروسته اوس هم د افغانستان نژدې څلویښت په سلو کې خلک په بیوزلۍ کې ژوند کوي
په دې رپوټ کې د افغانستان د امنیتي حالت په اړه هم اندیښنه ښودل شوې ده.پر همدې مهال افغان حکومت که څه هم ځینې دغه ستونزې مني، خو وایي چې یو شمیر لاسته راوړنې هم لري
د اکسفام په دې تازه رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ړنګیدو د شاوخوا نهو کلونو په تیریدو اوس هم افغانستان د نړۍ د بیوزلو هیوادونو په کتار کې دی او په وینا یې د پام وړ پرمختګ یې نه دی کړی..... - اکسفام: د کابل دولتي ادارې کمزورې دي
Spreading Pakistan floods hit 4m
In Afghanistan, a Personal Perspective - Lens Blog
0 Comments:
Post a Comment
<< Home